پاکستان کې ۱۹ کال وروسته سر شميرنې ترسره کيدو وروسته اوس هم ډير لږکۍ له نا برابری سر ټکوي.
پاکستان کې له ډير ځنډ وروسته په کال ۲۰۱۷ کې سر شميرنه ترسره شوه او د پاکستان نفوس ۲۰۷ ميليونه وښودل شو.
د پاکستان لږکيو تيرې سرشميرنې خلاف محاکمو ته شکايتونه وړاندې کړي او حق غوښتنه کوي.
په کال ۲۰۱۷ سرشميرنه کې د خيبر پښتونخوا نفوس ۳۰ نيم ميليونه او بيا قبايلو ۵ ميليونه ښودل شوي، د سرشميرنو شميرو له مخه د هر ايالت نفوس ته په کتو هغوی ته بوديجه او هم نور خدمتونه ورکول کيږي.
پاکستان کې لږکۍ اوس له حکومت څخه غواړي ترڅو دې راتلونکې سر شميرنه کې د هغوی انديښنې پام کې ونيسي.
اسلام ګل افريدی له پيښور څخه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.





