Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

کابل کې د بريښنا نه شتون خلک او کاروبارونه انديښمن کړي

BAY ISMOYO-AFP-GettyImages

BAY ISMOYO-AFP-GettyImages Source: BAY ISMOYO-AFP-GettyImages

په کابل کې د بریښنا پر چاوۍ ښاریان او د فابریکو خاوندان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.یو شمیر ښاریان شکایت کوي چې دهوا په سړیدو او د ژمې په نږدې کیدو سره د تیرو کلونو په څیر په کابل ښار کي د بریښنا پرچاوۍ زیاتې شوي اودوي يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.دوي د بریښنا شرکت د برېښنا په ویش کې په بې عدالتي تورنوي او وايي چې یاد شرکت نه دی توانیدلی چې ښاریانو ته په سمه توګه خدمات وړاندې کړي.ښاریان د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کي د نورمالې بریښنا د نشتون لا امله شکایت کوي او وايي چې د هوا په سړیدو او د ژمي په رارسیدو سره د تیرو کلونو په څیر په کابل ښار کې د بریښنا پر چاوۍ زیاتې شوي او له جدي ستونزو سره مخامخ شوي.په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسولین وايي ، د برېښنا پرچاوۍ پر اقتصادي چارو منفي اغېز پرېښی او زیاتوي چې یو شمېر ماشینونه او فابریکې له کار لوېدلې دي چې ډير مالي زیانونه لري.ددوي پر وینا ، ترهغه چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره نه شي پانګه‌وال به د خپلو فابریکو تړولو ته اړکړي، چې دې سره به هېواد کې لوی اقتصادي زیانونه رامنځته شي.بلخوا بیا د برېښنا شرکت ویاند وحید توحیدي وايي، په ژمي کې د قوي برېښناييز وسایلو کارونه د دې لامل شوی چې د بریښنا پرچوي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته شي.د برېښنا شرکت د مسولینو په خبره، که چېرې کابل ښاریان د برېښنا په لګښت کې هیله او صرفه ونه کړي ښايي د بریښنا پرچوي ۱۲ ساعتونو ته لوړه شي.

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdul Rauf Zazai, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS

Share this with family and friends

Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now