ولې د افغان حکومت د سولې مذاکره کوونکو پلاوې پر جوړښت نيوکې کيږي؟

In this photograph taken on November 3, 2015, an Afghan Taliban fighter looks on as he listens to Mullah Mohammad Rasool Akhund (unseen). Source: AFP
د افغانستان د مشرانو جرګې یوشمېر غړي پر حکومت انتقاد کوي چې د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي په جوړښت کې د دوې نظر نه دی غوښتل شوی. د دغې جرګې د غړیو په وینا، د سولې پلاوي په جوړښت کې داسې کسان غوره شوي چې اکثره یې د سولې په برخه کې هېڅ ډول تجربه نه لري. خو جمهوري ریاست وايي، د قانون په اساس د سولې او جګړې صلاحیت حکومت لري او د سولې د مذاکراتو طرف هم حکومت دی. تردې وړاندې د ولسي جرګې غړيو او د مدني ټولنې فعالینو هم ویلي چې د حکومت له لوري د مذاکره کوونکي پلاوي ګمارلو په تړاو باید ورسره مشورې وشي اود سولې په مذاکرو کې ټول افغانان ونډه ولري. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني تردې وړاندې ټينګار کړی چې د سولې په اړه هر ګام اخیستل کېږي د مشورې پر بنسټ به وي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنیوا په غونډه کې له وسله والو طالبانو سره د سولې توافق، د روغې جوړې بهیر، دموکراټیکې پروسه کې د طالبانو شاملول او په ټولنه کې د دوی د ادغام لپاره پنځه کاله وخت ټاکلی او له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل په خاطر یې ۱۲ کسیز پلاوی هم اعلان کړی. جزیات له ناجیې ساپۍ اوری.
شریکول