پيښور کې د ترهه ګرو خلاف عمليات يا يوه بله ډرامه؟

anti-terrorism operation in Peshawar’s Hayatabad area

anti-terrorism operation in Peshawar’s Hayatabad area Source: Peshawartoday

د اپريل د مياشتې په ۱۶ نيټه پيښور ښار حيات آباد کې پوليسو ګومان کيږي چې د ترهه ګرو خلاف عمليات ترسره کړل او پوليسو وويل چې له ۱۷ ساعتو عملياتو وروسته يې ټول ترهه ګر ووژل او دا يې هم وويل چې ترهه ګر له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي ول.


ولې کيسه بله ده، حيات آباد کې چې ويل کيږي ترهه ګرو خلاف عمليات ترسره شوي د پاکستان د قبايلو سيمو مشران وايي چې دا هدفي وژنه وه او په هغه کور کې چې عمليات ترسره شوي ټول اوسيدونکي يې بې ګناه ول.

ځايي اوسيدونکي وايي چې دا پيښه لکه د نقيب مسعود وژنې پيښې ورته ده ځکه چې وژل شوي هلکان خپلو سيمو خلکو ته معلومه ول چې بې ګناه ول او لوړې زده کړې يې کړې وې.

د وژل شوو کسانو کورنيو غړو ته ويل شوي چې د يادې پيښې په اړه دې له نورو خلکو سره خبرې نه کوي او نه دې هم رسنيز کنفرانسونه ورکوي.

د وژل شوو ځوانانو کورنۍ غړي وايي چې له پاکستان حکومت څخه ددې پيښې پلټنې غوښتنه کوي او د يو حقيقت موندنې کميسيون جوړولو غوښتنه يې هم کړې.
پيښور بريد کې د وژل شوو کسانو قبرونه
Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto
وژل شوي ځوانان چې د ډيرو تعلق له قبايلو سيمو څخه وه د هغوی کورنۍ غړي او ځايي اوسيدونکي وايي چې ټول وژل شوي ځوانان بې ګناه ول او يوازې له يو اشپز سره يې ياد کور کې استوګنه کوله.

پاکستاني طالبانو ويلي چې وژل شوي کسان ددوی د تحريک غړي نه ول.

د يادو عملياتو پر خلاف پيښور کې د پراخو لاريونو خبر ورکړل شوی.

د يادې پيښې په اړه بشپړ رپوټ له پيښور څخه زمونږ همکار اسلام ګل افريدي برابر کړی او د ځينو مشرانو غږونه يې هم راخيستي چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.

 

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service