Breast cancer imaging Source: AAPپه افغانستان کې د سرطانونو په ځانګړي ډول په ښځو کې د سینې سرطان د زیاتيدو په اړه اندېښنې راپیدا شوي دي. متخصص ډاکتران وايي، سرطان دوه لاملونه لري، یو یې ژینیټیکي دی چې مخنیوی یې ډېر ستونزمن دی او بل لامل یې غیر ژینیټیکي دی چې د مخنيوي وړ دی. ځينې ښځي وايي چې کورنۍ غړي يې علاج نه کوي او نه هم نارينه ډاکټرانو ته د ځينو ناوړه دودونو له وجې ښځې درملنې ته وړل کيږي. د وزن ډېروالی، د فزیکي فعالیت نشتوالی، د الکولي مشروباتو څښل، د حمل نهاخیستل، ماشوم ته شیدې نهورکول او د عمر ډېروالی د سینې په سرطان د اخته کيدو عمده عوامل په ګوته کيږي. د ډاکټرانو او هم پر يادې بيمارۍ مبتلا ښځو غږونه مو تاسو ته راخيستي چې لا ډيرجزیات د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې واورئ.
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
By Abdullah Alikhil, Najia Safi
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode contentShare this with family and friends
په افغانستان کې د سرطانونو په ځانګړي ډول په ښځو کې د سینې سرطان د زیاتيدو په اړه اندېښنې راپیدا شوي دي. متخصص ډاکتران وايي، سرطان دوه لاملونه لري، یو یې ژینیټیکي دی چې مخنیوی یې ډېر ستونزمن دی او بل لامل یې غیر ژینیټیکي دی چې د مخنيوي وړ دی. ځينې ښځي وايي چې کورنۍ غړي يې علاج نه کوي او نه هم نارينه ډاکټرانو ته د ځينو ناوړه دودونو له وجې ښځې درملنې ته وړل کيږي. د وزن ډېروالی، د فزیکي فعالیت نشتوالی، د الکولي مشروباتو څښل، د حمل نهاخیستل، ماشوم ته شیدې نهورکول او د عمر ډېروالی د سینې په سرطان د اخته کيدو عمده عوامل په ګوته کيږي. د ډاکټرانو او هم پر يادې بيمارۍ مبتلا ښځو غږونه مو تاسو ته راخيستي چې لا ډيرجزیات د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې واورئ.