ولې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی په زياتيدو دی؟

Domestic violence on women with temporary visas Source: Fardin Waezi, UNAMA
په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره اجرائیه رئیس پر اړوندو ارګانونو غږ کوي چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي. عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین د پای مراسمو ته په وینا کې وویل، لاهم په بیلابیلو برخو کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی موجود دی. دغه ۱۶ ورځنی کمپاین د نومبر ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف جوړ شوی و. د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۷ لمرېز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نېږدې دوه زره پېښې ثبت شوي دي خو د دوې په وینا د تير کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي کچه څو سلنه ټِټه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زړه بوګنوونکو قضیو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه. تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوت کې اورئ.
شریکول