افغانستان کې د تور زيړي ناروغي په ډيريدو ده
hepatitis-Getty Source: hepatitis-Getty
افغانستان کې د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې په هيپاتيس ويروس د ١٥٠ زره کسانو د احتمالي اخته کېدنې په اړه خبر ورکوي او وايي که چېرته يې د وقايې لپاره جدي اقدامات ونه شي، دا ناروغي به مخ په ډېرېدو شي.تور زېړى يا (Hepatitis)هيپاتيتس، يوه ويروسي ناروغي ده چې د هيپتتيت _ ب په نامه ويروس له لارې د وينې، جنسي اړيکو، له پيچکارۍ ستنې د استفادې، د ماشين پاکۍ کارونې او د منتن غاښو برس په وسيله له يوه ناروغ نه سالم شخص ته لېږدول کېږي.د ستومانۍ احساس، مړه تبه، سر درد، د معدې درد، زړه بدوالى، بى اشتهايي، نس ناستى او قبضيت، د عضلاتو او مفاصيلو درد، په پوست دوړو دانو پيدا کېدل، د سترګو او نوکانو زېړوالى، د يادې شوې ناروغۍ نښې دي.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې سږکال د هېواد په ټولو روغتیایي مراکزو د ژیړي ۱۶۶۱۸ پیښې او د هېواد په ټولو وینو بانکونو کې ۲۰۱۴۹ پیښې ثبت کړې شوي دي.
شریکول


