له افغانستان څخه په پراخه کچه وحشي ژوي قاچاق کيږي

وحشي ژوي د افغانستان ميراث او شتمني ده.


د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، که چیري د وحشي ژوو ساتنه ونه شي نسلونه به یې له منځه ولاړ شي.

دوی وایي ، نا امني، د وحشي ژویو د نسل د خوندیتوب لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی او د دوی غیر قانوني ښکار او قاچاق هغه څه دي چې د افغانستان د وحشي ژویو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د مارچ درېیمه د وحشي ژوند له نړیوالې ورځې سره برابره ده او هرکال دغه ورځ د دې لپاره لمانځل کېږي چې د هغو وحشي ژوو او او بوټو په اړه چې له خطر سره مخ دي، د خلکو پوهه زیات شي او هم د حیات وحش په تړاو د جرمونو او جنایتونو په وړاندې د مبارزې لارې چارې ولټول شي.

پخوا تر دې د افغانستان د ځینو لویدیځو ولایتونو اوسېدونکو شکایتونه کړي چې د کندهار، فراه او ځینو نورو ولایتونو په لیرو پرتو دښتو کې پر کورنیو ښکاریانو سربېره، ځیني بهرني ښکاریان هم لیدل شوي چې د افغانستان ځیني نادر وحشي ژوي یې په غیر قانوني توګه ښکار کړي دي.

تفصیل له ناجیې ساپۍ اورﺉ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now