د کډوالو مدافعين وايي، د اسټراليا حکومت لخوا د هغو کډوالو کيسونه جلا ارزول کيږي کوم چې کښتيو له لارې اسټراليا ته راغلي دي.
د بشر حقونو کميسيون او همدا راز د کډوالو مدافعين له کډوالو سره توپيري چلند په اړه انديښنه ښايي.
د اسټراليا سيدني ښار د هغه کنفرانس کوربه وه په کوم کې چې د کډوالی قوانينو پوهان سره راټول شوي ول او د کډوالو غوښتنليکونو طې مراحل ارزونه يې کوله.
اسټراليا کې ۳۰،۰۰۰ کډوال له نا معلوم حالت سره مخ دي.
د بشر حقونو کميسيون د هغو ۳۰،۰۰۰ کډوالو د پناه غوښتنې غوښتنليکونو ځنډول غندلي کوم چې اسټراليا ته کښتی له لارې دوو کلونو دوران کې رسيدلي ول.
دا کډوال په کال ۲۰۱۲ کې اسټراليا ته رسيدلي ول ولې هغوی له پناه غوښتنې غوښتنليک ورکولو څخه څلورو کلونو لپاره منع شوي ول.
د رواني بيماری پوهان وايي، د کډوالو کيسونو نه طی مراحل هغوی له رواني بيماری سره مخ کړي.

Source: AAP
په کال ۲۰۱۲ کې د اسټراليا مهاجرت قانون کې نوو بدلونو وروسته د هغو کسانو کډوالی کيسونه جلا ارزول کيږي کوم چې کښتيو له لارې اسټراليا ته راغلي وي.
د اسټراليا د حکومت نوي قانون له مخه هر هغه پناه غوښتونکی چې کښتيو له لارې اسټراليا ته راغلي وي هغوی اسټراليا کې دايمي نه ميشت کيږي او هم د هغوی غوښتنليکونه جلا ارزول کيږي.
لدې سره زرګونه پناه غوښتونکي له نا معلوم حالت سره مخ دي.
اسټراليا کې دا مهال ډيري پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه کوي هغوی هوا له لارې اسټراليا ته راغلي.
يوازې د روان کال جولای مياشت لومړۍ نيټې څخه تر اګيسټ ۱۹ نيټې پورې ۴۰۰۰ کسانو چې له هوا له لارې اسټراليا ته راغلي د پناه غوښتنه کړې.
او لدې سره په تيرو پينځو کلونو کې ۹۵ زره کسانو چې د هوا له لارې اسټراليا ته راغلي د پناه غوښتنه کړې.
نور په رپوټ کې واورئ.