Key Points
- د اضافي فیسونو سربيره ستاسو د موټر چلولو جواز تعلیق یا ملکیت ضبط کیدو پورې د جريمې نه ورکړه جدي پايلي لرلی شي.
- جریمه د جنایي جرمونو لپاره صادریږي او په محکمه کې د جریمې د شخړو هواري څخه مخکې حقوقي مشوره ترلاسه کړئ.
- د تادیې اختیارونو لپاره د خپل اياالت اړونده دولتي ادارې سره اړیکه ونیسئ.
په آسټرالیا کې ډیری خلک د جریمې له پامه غورځولو جدي پایلو څخه خبر ندي.
د اضافي فیسونو څخه نيولې د جريمي نه ورکړې له وجې ستاسو د موټر چلولو جواز تعلیق یا حتی ستاسو شخصي ملکیت ضبط کیدی شي.
جریمې د یو لړ سرغړونو لپاره صادریږي چې پکې د ترافیکي سرغړونو په شمول ،لکه د ترافيکي سور څراغ څخه تيريدل يا موټر له حده ډير سرعت سره چلول، په عامه ټرانسپورټ لکه بس، کښتۍ او يا ريل ګاډي کې ټکټ پرته سفر کول ځینې عامې سرغړونې دي.

د قضایی دندې (Jury Duty) ته نه حاضریدل، په عامه ځای کي ښکنځلي کول ، په ټاکنو کې د رایه نه ورکول، د کثافاتو نا سم ځای کې ایستل یا سګرټ څښل چیرې چې اجازه نه وي، د جرمونو ځینې بیلګې دي چې جریمې جذبوي.
تاسو ته مو اسټراليا کې جريمو اړوند يو مهم مطلب چمتو کړئ چې پاس پلې تڼۍ کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



