Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستان کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۴ ته ورسېد

Coronavirus

پاکستان له هند پرته له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پولې تړلي دي ترڅو د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi, Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پاکستان له هند پرته له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پولې تړلي دي ترڅو د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.


د کرونا وېروس پیښې د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم په زیاتېدو دي. ورستي‌مالومات ښيي چې تر دې دمه ۲۵۴ کسان په کرونا وېروس اخته شوي.

تر ټولو زیات کسان په سند ایالت کې په کرونا وېروس اخته دي چې شمېر یې ۱۸۱ کسانو ته رسېږي. له سند وروسته په پنجاب کې ۳۴، بلوچستان کې ۱۶، خیبر پښتونخوا کې ۱۶، د پاکستان په مرکزي سیمې کې ۴ او ګلګېت بلټستان کې ۳ کسان په کرونا وېروس اخته شوي.

تر دې مهاله د نړۍ په ۱۶۴ هېوادونو کې نږدې ۲۰۰ زره کسان د کرونا وېروس اخته شوي او شاوخوا ۸ زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now