Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس د پېښو له زیاتوالي سره د ټېسټونو په شمېر کې هم زیاتوالی راځي

Coronavirus

په وېکټوریا ایالت کې له یو میلیون څخه زیات کسان د کرونا وېروس لپاره معاینه شوي


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


په وېکټوریا ایالت کې له یو میلیون څخه زیات کسان د کرونا وېروس لپاره معاینه شوي


د آسټرالیا په وېکټوریا ایالت کې له تېرو څو اوونیو راهیسې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېرې په چټکۍ سره د لوړېدو په حال کې دي. خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر دې  دمه په یاد ایالت کې له ۵ زره څخه زیات کسان په کرونا وېروس اخته شوي او اوسمهال شاوخوا ۲۵۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي.

وروستي خپاره شوي آمار ښيي چې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳۶۳ نوې پيښې ثبت شوي، له همدې امله په یاد ایالت کې د ماسک اغوستل هم جبري شوي. هغه کسان چې په عامه ځایونو کې ماسک وانه غوندي کېدای شي د پولیسو لخوا جریمه شي.

په وېکټوریا ایالت کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د شمېر له زیاتوالي سره د یاد ایالت چارواکي غواړي ترڅو د کرونا وېروس د ټېسټونو په شمېر کې هم زیاتوالی راشي ترڅو حکومت وکولای شي اخته کسان په چټکۍ سره پېدا کړي او نورو کسانو ته د وېروس د خپرېډو مخنیوی وکړي.

تاسو کولای شئ، د ټېسټونو د زیاتوالي په اړه لا ډېر جزیات زمونږ په غږیز رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now