په سیډني ښار کې د افغانانو جومات مسولینو هم له ټولو هغو کسانو څخه چې د کرونا ویروس نښې لري غوښتنه کړې ترڅو جومات ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د مصر هېواد، د الازهر د لویو عالمانو شورا، د تېرې یکشنبې په ورځ د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یوه فتوا صادر کړې چې خلک کولای شي د جوماتونو پرځای د جمعې او نور وختونو لمونځونه په کورونه کې ادا کړي.
د الازهر شورا ویلي، دغه پریکړه د دې لپاره مهمه ده ترڅو په جوماتونو کې نورو مسلمانانو ته د کرونا ویروس د انتقال مخه ونیول شي ځکه په ځینو حالتونو کې د کرونا ناروغان هېڅ نښې نلري.
پدې اړه لا ډېر معلومات په راپور کې واورئ.
شریکول






