کورونو کې قرنطين او بيا د کرونا ويروس وبا ددې باعث شوي ترڅو ځينو کورونو کې تاوتريخوالی ډير شي.
پښتنو ميشتو سيمو کي ډيري کورنۍ په ګڼو کورونو کې ژوند کوي او دا مهال د کرونا وبا له امله ډيرو خلکو ته هم ويل شوي ترڅو دې خپلو کورونو کې بند پاتې شي.
د کورونو سړي بيا د اقتصادي ستونزو، کورونو کې بند پاتې کيدو او روژې له وجې کورونو کې پر ښځو او ماشومانو فشارونه ډيروي چې همدا ټول د کورني تاوتريخوالي سبب ګرځي.
ښځې ډيره کې روژه دارو ته دوه وخته خواړه برابروي او بيا بله خوا همدا ښځې د کور هغو غړو ته چې روژه نه وي لکه ماشومان او لويان هغوی ته هم خواړه برابروي.
پيغمبر (ص) چې د خپل کور کار يې کاوه نورو مسلمانانو ته يو ښه مثال کيدلی شي ترڅو هغوی دا پر خپل ځان عملي کړي.
زما همکار اسلام ګل افريدي پيښور پوهنتون کې د جينډر څانګې له مشرې ډاکټر انوش سره مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.





