Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

تورخم کې د سوداګريز تګ راتګ پر وړاندې رشوت ستونزې ډيرې کړي

Lorries parked in Torkham.

Lorries parked in Torkham. Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

تورخم سره نږدې ولاړو لاريو چلوونکي وايي، دوی اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په اسانۍ خپل بار شوي مالونه يو بل هيواد ته نشي وړلی.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


تورخم سره نږدې ولاړو لاريو چلوونکي وايي، دوی اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په اسانۍ خپل بار شوي مالونه يو بل هيواد ته نشي وړلی.


تورخم سره نږدې دواړو خواوو ته اوس هم سلګونه لارۍ ولاړې دي او دې ته په تمه دي ترڅو خپل مالونه ويسي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ځينو لاريو ډريورانو سره خبرې کړي او هغوی ادعا کوي چې له هغوی د پيسو غوښتنه کوي ترڅو ورته د سفر کولو اجازه ورکړل شي.

له کراچۍ څخه زرګونه لارۍ اوس هم افغانستان ته په لار دي او د هغو لاريو رسيدو سره به حالت لدې هم بد تر شي.

دا مهال يوازې ورځ کې سلو موټرو ته د تګ اجازه ورکول کيږي ولې چارواکي وايي، دا شمير بايد ۶۰۰ ته لوړ شي.

د ځينو لاريو چلوونکي وايي، نږدې يو مياشت وخت کې دوی وشو کولی خپل موټر بل لور ته خالي کړي.

تاسو ته مو پدې رپوټ کې د چارواکو او ځينو ډريورانو خبرې راخيستي چې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now