کويډ-۱۹ له وجې پښتنو ميشتو سيمو کې د تيليسيميا بيمارانو وينه نه رسيږي.
د کرونا ويروس وبا ټوله نړۍ کې يې خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ کړي ولې پيښور ښار کې بيا هغه بيماران کوم چې وينې ته اړتيا لري اوس ورته وينه نه رسيږي کوم چې ددوی ژوند يې له ستر خطر سره مخ کړی.
پيښور ښار کې د زده کړو مرکزونو تړلو او ځينو نورو محدوديتونو له امله خلک وينه نه ورکوي او همدا وجه ده چې د تليسيميا ناروغانو ته وينه نه رسيږي او ژوند يې له ستر خطر سره مخ دی.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي يادې موضوع ته کتنه کړې او يو رپوټ يې چمتو کړئ چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.





