Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

عرب هيوادونو کې کرونا ويروس لسګونه پښتانه وژلي او ډير نور يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

Foreign construction workers leave a construction site in Doha, Qatar.

Foreign construction workers leave a construction site in Doha, Qatar. Source: EPA

افغانستان او پاکستان څخه بهر زرګونه پښتانه ځينو اسيايي هيوادونو کې پر کار بوخت دي او بيا د هغوی ډير شمير عرب هيوادونو کې کار کوي او نږدې ټول يې له ډيرو حقونو څخه بې برخه دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


افغانستان او پاکستان څخه بهر زرګونه پښتانه ځينو اسيايي هيوادونو کې پر کار بوخت دي او بيا د هغوی ډير شمير عرب هيوادونو کې کار کوي او نږدې ټول يې له ډيرو حقونو څخه بې برخه دي.


له پاکستان او افغانستان څخه بهر زرګونه پښتانه په عربي هيوادونو کې کار او مزدوري کوي.

د پښتنو کاريګرو ډير کارونه د ورځنې کاروبار سره تړلي وي ولې د کرونا ويروس له امله ډيرو هيوادونو کې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او پښتانه کاريګر خپل ورځني لږښتونه نشي پوره کولی.

ځينو بهرنيو هيوادونو کې ايسار پښتانه ادعا کوي چې ډير شمير مسافر پښتانه کرونا ويروس وژلي او ډله ايزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي.

پيښور کې د پاچا خان هوايي ډګر پرانيستلو سره يوازې له سعودي عرب څخه له ۲۰ ډير د پښتنو کاريګرو مړي راوړل شوي، ولې سعودي کې ميشت پښتانه وايي، د پښتنو بيمارانو او مړو شمير ډير لوړ دی.

اس بي اس سره خبرو کې سعودي عرب کې ميشت محمود حسين وايي، له دريو مياشتو راهيسې هر څه په ټپه ولاړ دي.

عرب هيوادونو کې ايسار پښتانه وايي، حتی اوس وخت کې د الوتنې ټکټ اخيستلو وس نه لري ترڅو بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.

زما همکار اسلام ګل افريدي له ځينو پښتنو کاريګرو او هم چارواکو سره خبرې کړي چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now