پاکستان کې د کرونا ويروس لومړی څپې بنديزونو وروسته اوس پر ودونو او نورو غونډو جوړيدو بنديز ولګيد.
پاکستان کې د کرونا ويروس وبا دويمې څپې راتګ سره حکومت پر ځينو شيانو بنديز ولګاوه چې په هغې کې د ودونو او لويو غونډو جوړول شامله دي.
لومړۍ څپې سره پاکستان له ستر اقتصادي بحران سره مخ شو او د حالت کنټرول کيدو څخه مخکې حکومت بنديزونه ځکه لرې کړل چې د نور اقتصادي بحران توان يې نه درلود.
دا مهال پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۳۵۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته کيږي او تر دې دمه د اخته شوو کسانو شمير شاوخوا ۴۰۷۰۰۰ تنو ته رسيدلی.
پاکستان کې ميشت نر ښځي وايي، ودونه يا نور محفلونو باندې بنديز به دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي.
د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت کې تر ۵۰ زره نرښځي ژوند کوي.
نرښځي وايي، کرونا ويروس څخه مخکې هم پر دوی ډير ظلم کيده او دويمې څپې وروسته بيا هم هماغه حالت رامينځته کيدای شي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي يادې موضوع ته کتنه کړې او په اړه يې تاسو ته رپوټ لري.




