برازيل او ځينو هيوادونو کې د کرونا ويروس نوو بڼو رامينځته کيدو سره نړۍ يو ځل بيا له نوې وبا خطر سره مخ ده او پر ځينو نوو بڼو جوړ شوی واکسين هم کار نه کوي.
په تېرو څو اوونیو کې په نړیواله کچه د کرونا وېروس پېښې په کمېدو وې، مګر د ورستیو څو ورځو شمېرې ښیي چې د کرونا وېروس پېښې یو ځل بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د زیاتېدو په حال کې دي.
د بېلګې په توګه په هند، برازیل، منځني ختیځ او اروپایي هېوادونو کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي.
ساینس پوهان پدې باور دي چې د کرونا وېروس د نويو ډولونو له امله یو ځل بیا د کووېډ۱۹ پېښې په نړۍ کې په لوړېدو دي.
مګر د روغتیا نړیوال سازمان مسئولین وايي چې بې پروايي او د محدودیتونو کموالی یو ځل بیا د کرونا په پېښو کې د زیاتوالي لامل ګرځېدلی.
تردې دمه د انګلستان، سویلي افریقا او برازیل د کرونا نوي ډولونه پېژندل شوي چې په ډېر تېزوالي سره خپرېږي.
ساینس پوهان پدې باور دي چې د برازیل د کرونا وېروس د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ ده.
د برازیل د کرونا وېروس نه یواځې داچې په سرعت سره خپرېږي، بلکې هغه کسانو چې د کووېډ-۱۹ ناروغي تېره کړي اووسي هغوی هم یو ځل بیا په دغه وېروس اخته کېدای شي.
د واشنګټن پوهنتون ساینس پوهانو یوه نوې څېړنه ترسره کړې او په څېړنه کې موندل شوي چې واکسینونه د کرونا وېروس د نویو ډولونو په مخنیوي کې لږ ګټور دي.
دا او نور پدې معلوماتي رپوټ کې واورئ.





