اسټراليا د زرګونو افغانانو کور دی او ډير شمير افغانان د ياد هيواد دوو ايالتونو هر يو ويکټوريا او نيو ساوت ويلز کې استوګنه کوي.
د اسټراليا ويکتوريا ايالت چې ملبورن ښار يې مرکز دی دا مهال د کرونا ويروس دويمې څپې څخه تيريږي او څپې دوران کې زرګونه کسان پر کرونا ويروس اخته شول په کوم کې چې افغانان هم شامله دي.
د ملبورن ښار اوسيدونکی ښاغلی شينواری او کورنۍ يې پر کرونا ويروس اخته شوې.
ښاغلي شينواري اس بي اس پښتو خپرونې سره پر کرونا ويروس اخته کيدو او هم خپل روغتيايي حالت په اړه خبرې کړي.
اس بي اس سره خبرو دوران کې ښاغلي شينواري وويل، له کوره وتلو وروسته ورته عادي ټوخی پيدا شو او د ټوخي دوامداره کيدو وروسته يې کويډ-۱۹ لپاره معاينه وکړه چې پايله يې مثبت راغله.
ښاغلي شينواری ته ساه تنګي پيدا کيدو وروسته هغه روغتون کې بستر او درملنه يې پيل شوه.
کرونا ويروس باندې اخته کيدو څخه مخکې ښاغلي شينواري کومه بله ناروغي نه لرله ولې پر کرونا ويروس اخته کيدو وروسته ورته ګڼې ناروغۍ پيدا شوې.
د ښاغلي شينواري پر کرونا اخته کيدو او داچې له اخته کيدو وروسته څه پيښ شول دا ټول په مرکه کې اوريدلی شئ.