کووېډ-۱۹: د نړۍ تازه حال

Coronavirus

多國出現英國變種新冠病毒個案 Source: SA Health

د اسټراليا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ نورو هېوادونو په اړه وروستي معلومات دلته واورئ.


د رپوټ مهم ټکي: 

  • په نړۍ کې له ۷۱ میلیونو څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
  • په افغانستان، پاکستان او ایران کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي مګر په هند کې د کرونا پېښې د کمېدو په حال کې دي او هره ورځ ترپخوا کم کسان په وېروس اخته کېږي.
  • په ویکټوریا ایالت کې ۴۳ ورځې وروسته د کرونا وېروس ۵ نوې پېښې ثبت شوې
  • کاناډا هم د فایزر کمپنۍ د کرونا واکسین ته جواز ورکړ

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now