د روغتيا نړيوالې ادارې لخوا نړۍ هيوادونو ته خبردارۍ

Health workers attend to a COVID-19 patient at one of the intensive care units in Italy.

Health workers attend to a COVID-19 patient at one of the intensive care units in Italy. Source: AAP

د اسټراليا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ نورو هېوادونو په اړه وروستي معلومات واورئ.


د کرونا ويروس د نړۍ هيوادونه يو ځل بيا خپل لمن کې نيولي او په تيرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۵۰۰ زره نوې پيښې ثبت شوې.

 د نوو پيښو له نيمايي ډير شمير اوروپايي هيوادونو کې ثبت شوي او بله خوا امريکا هم جولای مياشت راپديخوا په يوه ورځ کې له ۷۷ زرو ډيرې پيښې ثبت کړې.

د ژمي موسم رارسيدو سره د زکام او کرونا ويروس دواړو يوزاے کيدل به د نړۍ ډيرو هيوادونو روغتيايي حالت له ننګونو سره مخ کړي، همدې لپاره د روغتيا نړيواله اداره له هيوادونو غواړي ترڅو له اوس څخه لاس په کار شي.

د روغتيا نړيواله اداره سپارښتنه کوي، هر هيواد بايد د کرونا ويروس معاينې ډيرې کړي، پر ياد ويروس اخته کسان قرنطين يا بند کړي او  د هغوی نږدې اړيکې خلک معلومه او هغوے هم قرنطين کړي، پاکوالی او يا لاس مينځل دود کړي.

تاسو ته د نړۍ حالت مو راخيستی چې پدې تيار شوي رپوت کې يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now