د اسټراليا، افغانستان، پاکستان او نړۍ د نورو هېوادونو په اړه وروستي معلومات په رپوټ کې واورئ.
په دغه رپوټ کې:
- تر دې دمه شاوخوا ۳۵ میلیونه کسان د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې په کرونا وېروس اخته شوي
- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کرونا وېروس اخته شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی
- په افغانستان کې د کرونا وېروس پېښې په زیاتېدو دي
- په آسټرالیا کې اوسمهال شاوخوا ۴۰۰ کسان ناروغ دي او پاتې نور بېرته ښه شوي
نور معلومات په رپوټ کې واورئ.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.
د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو فکر کوئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
اسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus




