نړۍ کې کرونا ويروس د فقر او غلامۍ کچه لوړه کړې او ډير داسې اټکل کوي چې د کرونا ويروس وبا وروسته به نړۍ له ستر بحران سره مخ وي. کرونا ويروس څخه وړاندې د نړۍ دوه ستر اقتصاد لرونکي هيوادونه هر يو امريکا او چين اقتصادي جګړه مخې ته وړله او ددې کړکيچ بدې اغيزې د نړۍ پر نورو هيوادونو هم شيندل کيدلې.
دا مهال د نړۍ هيوادونه کوښښ کوي ترڅو خپل ډير پام داخلي توليد ته کړي او له نورو هيوادونو څخه توکي صادر نه کړي.
د نړيوالو اقتصاد پوهانو په وينا، له کرونا ويروس وروسته ډير بې وزله هيوادونه له فقر سره مخ کيږي او ځيني هيوادونه لکه بنګله ديش به ونشي کولی ترڅو لکه پخوا د نړۍ سترو کمپنيو ته کالي جوړ کړي او په ارزانه بيعه يا کاريګرو يې نړۍ ته وړاندې کړي. کرونا ويروس د نړۍ پر بيلابيلو برخو اغيز شيندلی ولې ډيره کې کاريګر بيا له نورو ډير اغيزمن شوي.
بله خوا نړۍ د کرونا وبا څخه مخکې له کاريګرو ناوړه ګټه پورته کيدله او ډيرو هيوادونو کې وګړو لکه غلامۍ ورته کار او هم ژوند کاوه. دا به تاسو لپاره هم په زړه پورې وي چې پوه شئ اسټراليا کې زرګونه کسان لکه غلامانو کار کوي.
يادې مسلې ته مو کتنه کړې او تاسو ته رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.




