د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته ویلي چې له افغان ابدالیانو یو ښه لوبډله جوړه شوې او په وینا يې، دې لوبډلې کې د ملي لوبډلې ترڅنګ هغه لوبغاړي شامل دي چې په دې وروستیو کې د قوش تېپې او شپږېږې لیګ سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.
د عمان په کوربتوب د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو اسیا جام کرېکټ شل اوریزې سیالۍ د روانې اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پیل شوي.
دغو سیالیو کې د افغان ابدالیانو لوبډلې په ګډون د هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو لوبډلې سره لوبېږي.
د افغانستان لوبډله د یادو سیالیو په اې ګروپ کې ځای لري چې تر دې مهاله یې سریلانکا او بنګله دېش لوبدلو ته ماتې ورکړې او د خپل ګروپ کې په سر کې ځای لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان ابدالیانو لوبډلې د پوره چمتووالی خبره کوي او پایلوبې ته د وتلو تمه ترې لري.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.






