د افغانستان کرېکټ بورد وار له مخه د شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې او دم کړۍ افغان لوبغاړي اسټرالیا کې د چمتووالي په هدف تمرینونه کوي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په لړ کې تر خپلې لومړۍ رسمي لوبې مخکې د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې دو تمریناتي لوبې وکړي.
تر تمریناتي لوبو وروسته به افغان لوبډله خپله لومړۍ رسمي لوبه په دې جام کې د اکټوبر په دوه ویشمته له انګلستان لوبډلې سره وکړي.
څلور ورځې وروسته په یاد نړیوال جام کې له بلې پیاوړې لوبډلې نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه ده، له افغانستان سره په ګروپ کې کوربه اسټرالیا هم ده او دوې نورې هغه لوبډلې به له دې ګروپ سره یو ځای شي چې د غواروي پړاو په سیالیو کې وروسته دې ګروپ ته راځي.
د افغانستان کرېکټ بورد چارواکي وايي، چې افغان لوبډله به له ښه چمتوالي سره نړیوال جام کې سیالو کې ګډون وکړي.
ځيني پدې اند دي اسيا نړيوال جام سياليو وروسته د افغانستان لوبډلې له نورو سره نه لوبيدل کيدای شي ستونزه پيدا کړي.
د کرېکټ برخې یو شمېر افغان څارونکي وايي، چې دا د کرېکټ بورد پر بې کفایتۍ دلالت کوي، او په دې سره به افغان لوبډله نړیوال جام کې له جدي ستونزو سره مخ شي.
پدې اړه بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.



