ټاکل شوې ترڅو په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د سپتمبر د میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره شي.
په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې پیل شوي خو نوماندانو تر ډېره حده یواځې پر یو بل تورونه لګولي دي. د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټونه د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، چې نوماندان باید د کمپاینونو له وخت څخه ګټه واخلي او ولس ته خپل پروګرامونه تشریح کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم دغې ستونزې اندېښمن کړی دی. ټآکل شوې ترڅو د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره شي.
لا ډېر جزیات د ناجیې ساپۍ په رپوټ کې واورئ.






