Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټرليا سرشميرنه کې ګډون کولو سره تاسې خپله ژبه او هويت ژوندي ساتئ

9 population globe - pixabay public domain

9 population globe - pixabay public domain Source: 9 population globe - pixabay public domain

اسټراليا کې د ۲۰۱۶ کال سر شميرنه د اګيسټ د مياشتې ۹ نيټه په شپه ترسره کيږي دا به د اسټراليا په تاريخ کې تر ټولو لويه سروې وي چې له مخه به يي اسټراليا کې د ميشت نفوس په اړه معلومات راټوليږي.که تاسې غواړئ چې حکومت ستاسو ټولنې او ژبې سره مرسته وکړي نو سر شميرنه کې ګډون وکړئ ترڅو ستاسو راتلونکي لپاره حکومت مرسته وکړي..د اسټراليا د سر شميرنې يا احصايې اداره په پام کې لري ترڅو د اسټراليا د ۲۴ ميليونو نفوس سرشميرنه ترسره کړي.اسټراليا کې د ۲۰۰ هيوادو څخۀ خلک ميشت دي او هم اسټراليا کې خلک له ۳۰۰ ډيرو ژبو باندې خبرې کوياسټراليا کې سر شميرنه هرو ۵ کلونو کې ترسره کيږي او د سر شميرنې له مخه د اسټراليا حکومت خپل راتلونکي پلانونه جوړوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Amy Chien-Yu Wang, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


اسټراليا کې د ۲۰۱۶ کال سر شميرنه د اګيسټ د مياشتې ۹ نيټه په شپه ترسره کيږي دا به د اسټراليا په تاريخ کې تر ټولو لويه سروې وي چې له مخه به يي اسټراليا کې د ميشت نفوس په اړه معلومات راټوليږي.که تاسې غواړئ چې حکومت ستاسو ټولنې او ژبې سره مرسته وکړي نو سر شميرنه کې ګډون وکړئ ترڅو ستاسو راتلونکي لپاره حکومت مرسته وکړي..د اسټراليا د سر شميرنې يا احصايې اداره په پام کې لري ترڅو د اسټراليا د ۲۴ ميليونو نفوس سرشميرنه ترسره کړي.اسټراليا کې د ۲۰۰ هيوادو څخۀ خلک ميشت دي او هم اسټراليا کې خلک له ۳۰۰ ډيرو ژبو باندې خبرې کوياسټراليا کې سر شميرنه هرو ۵ کلونو کې ترسره کيږي او د سر شميرنې له مخه د اسټراليا حکومت خپل راتلونکي پلانونه جوړوي.


سږ کال په پام کې ده چې ډيري اسټراليايان سرشميرنه د انلاين يا کمپيوټر له لارې تر سره کړي.

اسټراليا کې د کورونو سرشميرنه يا په ټوله کې سرشميرنه له ۱۹۱۱ کال راپديخوا تر سره کيږي تر څو له مخه يې د اسټراليا يو بشپړ انځور رامينځته شي.

دا سر شميرنه د اسټراليا د سر شميرنې اداره يا احصايې اداره چې د اسټراليا فدرالي حکومت ملاتړ له ځانسره لري تر سره کيږي.

سر شميرنه کې ګډون کول جبري ده او د سرشميرنې په شپه به اسټراليا کې د کورنو ټول نفوس برخه اخلي،

Duncan Young د ۲۰۱۶ کال د سر شميرنې مشري په غاړه لري او وايي " اسټراليا کې سر شميرنه په هرو ۵ کلونو کې ترسره کيږي او د سرشميرنې مقصد هم همدا دی چې اسټرليا کې ميشت د هر يو کس او کورنو کې شته توکو په اړه معلومات راټول شي او هم د هر يو شخص په اړه معلومات ترلاسه شي. اسټراليا کې د خلکو شميرنه ډيره مهمه ده هغه ځکه چې که د اسټراليا حکومت د تعليم، ټرانسپورټ، روغتيا او هم رغونې پلان جوړوي نو اسټراليا کې شته نفوس او  ټولنو معلوماتو ته کتنه کوي. د اسټراليا حکومت په ميلياردو ډالر اسټراليا کې ميشتو ټولنو ته ورکوي چې دا هم د ټولنو شمير او معلوماتو له مخه ورکول کيږي"

Religion confusion
6 different faiths by getty-1 Source: Getty Images

Duncan Young وايي چې د اسټراليا سروې په ښه او سمه توګه هغه وخت ترسره کيږي کله چې د سرشميرنې په شپه ټول اسټراليايان پدې پروسه کې ګډون وکړي.

ښاغلی وايي چې اسټراليا کې ميشت زده کوونکي او هم سيلانيان د اګيسټ د مياشتې په ۹ نيټه شميرل کيږي.

" که تاسې خپل کور څخۀ لرې ولې په اسټراليا کې ياست تاسې اړ ياست چې سرشميرنه کې ګډون وکړئ، که تاسې له اسټراليا څخۀ باهر ياست نو تاسې دې ته اړ نه ياست چې سر شميرنه کې ګډون وکړئ. مونږ به تاسې يوازې د اسټراليا نفوس کې شاملوو او تاسې بايد له هيواد څخۀ د باهر تګ ثبوت وړاندې کړئ، ولې نور ټول هغه کسان چې اسټراليا کې دننه وي که هغه خپل کور کې وي يا دوستانو کور کې او يا هم کوم هوتل کې هغوی بايد له هماغه ځي څخۀ د سر شميرنې فورمه ډکه کړي".

کله چې تاسې د سر شميرنې فورمه ډکوئ نو تاسې بايد ټولو پوښتنو ته ځواب وواياست يواځې يو ځي کې تاسې کولی شئ چې ځواب ور نه کړئ او هغه د مذهب برخۀ ده.

 " د اسټراليا د تاريخ له لومړيو وختو راپديخوا دا پريکړه شوې چې تاسې خپل مذهب په اړه معلومات ورکول ستاسو خوښه ده يعنې جبري نده ولې له هغې برخې پرته نورو ټولو پوښتنو ته ځواب ورکول جبري ده. په تيره سر شميرنه کې شاوخوا ۹۳ سلنه له خلکو څخۀ خپل مذهب په اړه معلومات ورکړي ول چې يواځې يوې وړې برخې د خلکو نه وه غوښتي چې خپل مذهب په اړه معلومات ورکړي او سوال ته ځواب ووايي".

1 Population - Scott Barbour Getty Images
1 Population - Scott Barbour Getty Images Source: Getty Images

اسټراليا کې چې مخکې سر شميرنه ترسره شوې هغه په ډيره کې د پاڼو پر مخ ترسره شوې.

تيرو سر شميرنو کې ډيري له اسټراليايانو څخۀ غوښتي ول چې سر شميرنه بايد د انلاين يا کمپيوټر له لارې تر سره شي چې په کال ۲۰۰۶ کې سر شميرنه انلاين شوه.

سږ کال په پام کې ده چې د اسټراليا له نفوس څخۀ به ۱۶ ميليونه د انلاين يا کمپيوټر له لارې سر شميرنه کې ګډون وکړي چې دا به د اسټراليا د نفوس ۶۵ سلنه خلک وي.

 

"مونږ دا سر شميرنه داسې جوړه کړې چې ستاسو موبايلونو، ټابليټ يا آيپاټ او هم کمپيوټرونو کې کار وکړي. هغه کور کې چې شاوخوا ۴ کسان اوسيږي د سر شميرنې بشپړول به ۳۰ دقيقې وخت نيسي، ولې کيدای شي چې هر کور کمپيوټر ونه لري نو هغوی غواړي چې سر شميرنه د پاڼو يا کاغذ له لارې ډکه کړي، هغو ته هم ډيرې ساده لارې شتون لري چې له مخه يي په ډيرې اسانۍ سره دوی فورمه ترلاسه کولی شي او له ډکولو وروسته هغو پاکټو له لارې يي مونږ ته بيرته را ليږي کوم چې مونږ يي له مخه پيسې ورکړي وي او هم خوندي دي".

د اګيسټ د مياشتې لومړۍ نيټې څخۀ به هر کور يو ليک ترلاسه کوي چې هغې کې به د انلاين له لارې د فورمو ډکولو معلومات او شميرې شتون ولري. ولې هغه کورنه کوم چې غواړي د د پاڼو يا کاغذ له لارې سر شميرنه تر سره کړي هغوی بايد د يادې ادارې د مرستې شميرې 1300214531 ته ټليفون وکړي او ځانته دې فورمه وغواړي.

" نږدې ټول اسټراليايان به د اسټراليا د اعمارو ادارې څخۀ د اګيسټ د مياشتې لومړۍ نيټه به يو ليک ترلاسه کوي چې هغې کې به ۱۲ نمبره چې د لوګين کوډ دی ترلاسه کړي، له هغه کوډ سره دوی کولی شي چې انلاين له لارې سرشميرنې فورمه خلاصه او ډکه کړي. تاسې همدا ۱۲ نمبره  د سر شميرنې ويپاڼه کې وليکئ او له هغه وروسته به تاسې د سر شميرنې فورمې ته لاسرسی ومومئ. تاسې د همدی شميرې له مخۀ د پاڼې يا کاغذ فورمې غوښتنه کوی او د اعمارو اداره به تاسو ته د چټک پوسټ له لارې فورمه واستوي".

هغه کسان کوم چې معلوليت لري يا بې کوره دي او يا هم د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي هغؤی به د اعمارو ادارې څخۀ لا ډيره مرسته ترلاسه کړي.

هغه کسان کوم چې د ژبې ستونزه لري اوغواړي چې کوم ژباړونکی له هغو سره مرسته وکړي نو هغوی بايد د ژبې د مرستې له شميرې سره اړيکه ټينګه کړي.

"مونږ په بيلابيلو ژبو خلکو ته معلومات برابر کړي چې له مخۀ يې پدې پوه شي چې څنګه سر شميرنې فورمه ډکه کړي. مونږ به د فورمې ډکولو زده کړې پروګرامونه په ټولنه کې پر مخ وړو او د ټولنو له غړو څخۀ غواړو چې يادو ناستو کې ګډون وکړي او لا ډير معلومات ترلاسه کړي. يادو مرکزو کې کمپيوټرونه شتون لري او هم داسې کسان به وي کوم چې په بيلابيلو ژبو خبرې کولی شي، هغؤی به تاسو ته دا ښايي چې څنګه د سر شميرنې فورمه که هغه د انلاين له لارې وي او يا هم د پاڼو له لارې ډکه کړئ. د ټولنو غړي کولی شي له ځانسره دې هغه ليک راوړي کوم چې دوی ته د اسټراليا د اعمارو ادارې لخوا استول شوی وي".

اسټراليا کې سر شميرنه کې ګډون جبري ده او که څوک پدې پروسه کې ګډون ونه کړي او يا خپله فورمه سمه ډکه نه کړي نو هغه ۱۸۰ ډالر د ورځې جريمه کيږي. د سر شميرنې نيټه د اکيسټ د مياشتې ۹ نيټې شپه ده.

" د سر شميرنې پروسې کې د نه ګډون کوونکو شمير ډير لږ دی او هم په ډير لږ شمير خلک جريمه کيږي. اسټراليا کې مونږ له نيکه مرغه د ډيرو لږو کسانو شاهده يو کوم چې خپلې فورمې نه ډکوي. اسټراليا د سر شميرنې پروسه کې چې ۵ کاله مخکې ترسره شوه په ټوله کې ۹۸.۳ سلنه خلکو ګډون کړی وه. زمونږ لومړی دنده داده چې خلکو ته ووايو چې د سر شميرنې فورمه ډکه کړئ او هم خلکو ته يادښت ورکړو چې يادې پروسې کې ګډون کول ډير مهمه ده او هم په ورته وخت کې اسټراليايانو سره مرسته وکړو ترڅو هغوی پدې پوه شي چې څنګه خپلې فورمې ډکې کړي".

د اګيست د مياشتې ۹ نيټې وروسته به د سرشميرنې کارکوونکي هغو کورونو ته ځي کوم چې خپلې فورمې يې نه وي ډکې کړي.

" د سر شميرنې ادارې کار کوونکي په ډيرې اسانۍ سره پيژندلی شئ، هغو به له ځانسره د سر شميرنې ادارې کارډ ولري چې پکې به د هغو انځور يا تصوير هم وي. هغوی به له ځانسره زيړ رنګه د اوږې بيګ ولري چي په ډير ښکاره شکل تاسې يي پيژندلی شئ. دا ډير مهمه ده چې که هر څوک ستاسو کورته راشي تاسې يې بايد کارډ وګورئ او ځان ډاډه کړئ چې هغوی يوازې سر شميرنې لپاره راغلي وي، کله چې داسې ډاډه شوی له هغه وروسته ورته ور خلاص کړئ او معلومات ورته ورکړئ".

لا ډيرو معلوماتو لپاره www.census.abs.gov.au  ويبپاڼې څخۀ کتنه وکړئ.

د سر شميرنې فورمه د پاڼې يا کاغذ په شکل ترلاسه کولو لپاره ۱۳۰۰۲۱۴۵۳۱ شميرې سره اړيکه ټينګه کړئ.

که ژباړونکي ته اړتيا لرئ نو ۱۳۱۴۵۰ شميرې سره اړيکه ټينګه کړئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now