د زهرې آرکسټر ټولو غړو د موسیقۍ په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي او له تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستتیوت د زهرې ارکسټر د لومړي ځل لپاره استرالیا ته راځي ترڅو د استرالیا په سیډني او ملبورن ښارونو کې خپلو مینوالو ته کنسرټونه ترسره کړي.
مهرباني وکړئ، د زهرې ارکسټر په اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.
شریکول





