په آسټرالیا کې د میراث سخت قوانین شتون لري، مګر په دغه هېواد کې له ۵۰ سلنه څخه زیات خلک له وصیت لیک پرته مړه کېږي او اکثراً د محکمې له مداخلې وروسته د وارثانو ترمنځ ستونزه حل کېږي.
کله چې یو څوک مړ شي، نو د دوي میراث خپلوانو او ملګرو ته د وصیت لیک پر اساس ورکول کېږي چې د "مړ شوي ملکیت" په نوم پیژندل کېږي.
لا ډېر ولولئ

ولې په آسټرالیا کې د وصیت لیک درلودل مهمه دي؟
میلیسا رینولډز د ویکټوریا ایالتي امانتونو لپاره د باوري خدماتو اجرایوي عمومي مدیره ده. هغه د شتمنیو ډولونه تشریح کوي چې له خلکو څخه په میراث پاتې کېدای شي.
هغه وايي شتمني کېدای شي مالي ارزښت ولري لکه کور، بانکي حساب، موټر یا هم ونډې. همدا راز کېدای شي عاطفي ارزښت ولري.

د وصیت لیک د شتون پرمهال د یو شخص له مړینې وروسته د میراث ویش اسانه کار دی، مګر که چېرې وصیت لیک شتون ونلري نو وارثان له ستونزو سره مخ کېدای شي.
په وصیت کې، یو قانوني ارګان چې د اجرا کونکي په نوم پیژندل کیږي، ټاکل کیږي چې د املاکو د امانت په توګه عمل وکړي. د اجرا کوونکي مسؤلیت دا دی ترڅو د مړه شوي هیلې ترسره کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ټول مسؤلیتونه پوره شوي دي.
و
څېړنې ښيي ډېري آسټرالیایانو د وصیت لیک درلودلو ته ارښت نه ورکوي.
د ۲۰۱۵ کال د یوې څېړنې پر اساس یواځې هغه کسان چې عمرونه یې زیات دي او یا هم زیاته سرمایه لري، غواړي وصیت لیک ولري.
ولې کارپوهان وايي چې تاسو د یوه وصیت لیک درلودلو لپاره هېڅکله ځوان نه یاست او مهمه ده ترڅو وصیت لیک ولرئ.

فلورانت اباد، په فیلیپین او آسټرالیا کې د قانون په برخه کې کار کړی. هغه وايي په هغو قضیو کې چې یو اجرا کوونکی نه وي ټاکل شوی، د محکمې مداخلې ته اړتیا شتون لري.
که چېرې یو څوک په آسټرالیا کې مړ شي او وصیت لیک ونلري نو په هغه حالت کې د مړه شوي شخص ټول میراث د آسترالیا د ایالتونو او سیمو د وقوانینو پر اساس خلکو ته وېشل کېږي او یا یې هم حکومت اخلي.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




