ډنمارک کډوالو پر وړاندې خپل نوي قانون څخه دفاع وکړه
SYRIA REFUGEES AAP Source: SYRIA REFUGEES AAP
د ډنمارک پارلمان تيره ورځ د کډوالو پر وړاندې يو کړکيچن قانون تصويب کړ چې د نورو تدابيرو تر څنګ له هغو کډوالو څخه به د هغوی ۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت ارزښتناکه توکې اخلي کوم چې دې هيواد کې د پناه غوښتنه کوي.ياد قانون د ډيرو نړيوالو ادارو سختو نيوکو سره مخ شو ولې د ډنمارک حکومت وايي چې داسې ورته قانون د هغه هيواد طبعه لپاره هم شتون لري چې دا د دوی په وينا عادلانه پريکړه ده.يادې موضوع په اړه مو تاسو ته يو رپوټ چمتو کړی چې پکې د ډنمارک حکومتي چارواکو او هم د نړيوالو ادارو استازو غږونه راخيستي، تاسې کولی شئ ياد رپوټ دلته واورئ.
شریکول




