آيا کريم صادق اسټراليا کې پناه اخيستې؟

karim_sadiq-getty_1348080359_640x640.jpeg

Karim Sadiq playing against India

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کريم صادق اسټراليا کې له ځايي کريکټ کلب سره يوځای شوی ولې خپل راتلونکی نا معلوم ګوري.


کريم صادق د افغانستان کريکټ ملي لوبډلی پخوانی لوبغاړی چې په افغانستان کې د کريکټ۲۰۰۹ کال د ملي لوبډلې غړيتوب

په افغانستان کې کرکټ د نولسمې پېړۍ له نیمايي راهیسې پیل شوی، خو د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د کرکټ ملي لوبډلې بریاوې پیل کړې. د افغانستان کرکټ بورډ په ۱۹۹۵ کې جوړ شو او په 2001 کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) يو وابسته غړی شو.

د افغانستان لوبډله په ۲۰۰۳ کې د اسیایي کرکټ شورا (ACC) غړی شو.

د افغانستان کريکټ لوبډلې چټک پرمختګ وروسته وشو کولی د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۲ په لندن کې د ICC په یوه غونډه کې افغانستان ته د ICC بشپړ غړیتوب او د ټيسټ لوبو کولو حق ورکړل شول.

د افغانستان د کريکټ پدې سفر کې پخوانی لوبغاړی کريم صادق شامل وو، نوموړی وايي افغان لوبډله تر دې ځای رارسيدو تر شا ډيرې هلې ځلې او قربانۍ ورکړل شوي دي.

ښاغلی صادق افغانستان ملي لوبډلې ته له۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۸ کاله لوبې وکړې او بيا وروسته کريکټ ته مخه ښه وروسته په افغانستان کريکټ بورډ کې دنده ترسره کوله.

ښاغلی په کريکټ بورډ کې له ځينو ناخوالو سر ټکوي ولې بيا هم لوبغاړي او د هغوی لاسته راوړنې ستايي.

دا مهال ښاغلی صادق په اسټراليا کې دی او د ويکټوريا ايالت ماونټين ګيټ ځايي کلب کې د لوبډلمشر او روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.

ښاغلی وايي له ياد کلب سره يې شپږو مياشتو قرارداد لاسليک کړی.

T20
Afghanistan cricketers Shahzad Mohammadi (C) and Gulabdin Naib (R) celebrate after winning their T20 World Cup cricket match against Zimbabwe. Source: Getty / Getty Images

خواله رسنيو کې ځينو ليکله چې ګواکې ښاغلي صادق په اسټراليا کې پناه اخيستې ولې له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال ښاغلي صادق وويل، لومړی خو د شپږو مياشتو قرارداد لري او بيا د قرارداد وروسته که چيرې کريکټ بورډ ورسره همکاري ونه کړي نو کيدای شي اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

اس بي اس پښتو خپرونې له ښاغلي صادق سره بشپړه مرکه کړې چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now