بابړې ټول وژنه د پښتنو د تاريخ تر ټولو توره ورځ
Wikipedia Source: Wikipedia
د بابړې خونړۍ پېښه او ټول وژنه د ۱۲ اگست 1948ز کال د نوي زېږېدلي هيواد پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت د چارسدې په بابړه ډگر (میدان) کې پيښه شوه.هغه مهال د زرګونو په شمير خدايي خدمتګارو د غورځنګ غړو د خپلو مشرانو او نورو خدایي خدمتگارو د گرفتارۍ په ضد په یوه پر امنه فضا کې سوله اییزه مظاهره کوله نو د قیوم کشمیري په نامه د صوبه سرحد (خیبرپښتونخوا) واکمن (اعلی وزیر) په امر ملېشه ځواک، پولیسو او د پوځ د خدایي خدمتگارو په مظاهره چیانو ډزې پیل کړی او په نتیجه کې یې د شپږ سوو نه زیات خداي خدمتگاران نر او ښځې په شهادت ورسول او په زرگونو نور يې ټپيان کړل.هر کال ياده توره ورځ پښتانه لمانځي او سږ کال هم د يادې ورځې په يادښت او له قربانيانو سره خواخوږی لپاره ياده ورځ بيابيلو ځايو کې ولمانځل شوه.زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له يوې جوړې شوې غونډې رپوټ جوړ کړی چې تاسې يې دلته بشپړ رپوټ اوريدلی شئ.
شریکول