د اسټراليا فدرال حکومت هغه وخت خپل جوړ شوي قانون کې له ماتې سره مخ شو کله چې د اسټراليا پارلمان او سنا مجلسونو د هغه قانون حق کې رای ورکړه د کوم له مخه چې بيمار کډوال له اسټراليا څخه بهر کډوالو توقيف ځايو څخه اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل کيږي
دا له ۸۰ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې حکومت خپل جوړ شوي قانون کې ماتې خوري او پارلمان يې اړ کوي ترڅو پکې بدلون راولي.
دا مهال د اسټراليا ايتلافي ګوند چې حکومت په لاس کې لري او دا حکومت يې لږ اکثريت سره جوړ کړی هغه وخت پارلمان کې خپل اکثريت له لاسه ورکړ کله چې د ځينو پارلمان غړو دوه تابعيت مسلې لپاره په ځينو حوضو کې بيا ټاکنې وشوې او د يادو ټاکنو پای کې حکومت خپل ځيني څوکۍ له لاسه ورکړې او بله خوا د اسټراليا پخواني لومړي وزير مالکوم ټرنبل له استعفا وروسته د هغه د پارلمان څوکۍ لپاره هم ټاکنې وشوې کوم چې يوې خپلواکې وکيلې وګټله.
دا مهال د اسټراليا حکومت پارلمان کې اکثريت نه لري نو ځکه د نوي قانون وړاندې کولو سره د حکومت مخالف ګوندونو د ځينو خپلواکو وکيلانو په ملاتړ ياد قانون تصيوب کړ.

داچې دا قانون څه معنی لري، يا په رښتيا کړکيچن دی او يا د اسټراليا سياسي ګوندونه ترې خپلو ګټو لپاره کار اخلي؟
د ياد نوي قانون په اړه مو حقوقي چارو کار پوه ښاغلي ډاکټر نظير داور سره مرکه کړې او تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.






