Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې په هرو پينځو دقيقو کې يو کس د شکر ناروغي باندې مبتلا کيږي

A nurse giving a patient a diabetes test

د شکر ناروغي چاته او ولې پيدا کيږي؟ که غواړئ چې لدې وژونکې ناروغی ځان وژغورئ نو د اسټراليا سيدني ښار کې ميشت ډاکټر رحمن شينواري بشپړه مرکه واورئ.


خپور شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د شکر ناروغي چاته او ولې پيدا کيږي؟ که غواړئ چې لدې وژونکې ناروغی ځان وژغورئ نو د اسټراليا سيدني ښار کې ميشت ډاکټر رحمن شينواري بشپړه مرکه واورئ.


اسټراليا کې د روان کال جولای مياشت ۱۴ څخه تر ۲۰ نيټه د شکر بيماري په اړه د پوهاوي اونۍ لمانځل کيږي.

اسټراليا کې دا مهال ۱.۸ ميليونه کسان د شکر بيماري باندې مبتلا دي.

اسټراليا کې په هرو څلورو بالغه کسانو کې د کومو عمرونه چې له ۲۵کلونو څخه ډير دي يا خو د شکر بيماري لري او يا هم د شکر بيماري له خطر سره مخ دي.

د شکر ناروغي د نړۍ يو له وژونکو ناروغيو څخه ده چې هر کال ۱.۶ ميليونه کسان د شکر ناروغۍ له وجې خپل ژوندونه له لاسه ورکوي.

اسټراليا کې شکر د وژونکو بيماريو په کتار کې اوم ځای لري او هر کال د اسټرليا حکومت پر شکر بيماري ۱۴ ميليارد ډالر مصرف کوي.

اسټراليا کې د کال شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د شکر ناروغۍ له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د شکر ناروغي ولې او چاته پيدا کيږي، څومره درملنه يې شونې ده او له يادې بيماري څخه ځان ژغورلو لپاره څه پکار دي.

اسټراليا کې ميشت ډاکټر رحمن شينواي سره مو مرکه کړې او اړين معلومات مو تاسو ته راخيستي، د ښاغلي ډاکټر رحمن شينواري بشپړه مرکه واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now