ډونالډ ټرپ د افغانستان په ګټه دی
trump afghan flag- AAP Source: trump afghan flag- AAP
نړۍ کې سياست داسې يو حالت غوره کړی کوم چې ډير حکومتونه او هم خلک يې انديښمن کړي، د انګلستان له اورپايي اتحاديې څخه وتل او فيليپين کې ډونالډ ټرپ ورته نظر لرونکي ولسمشر ټاکل هغه بيلګه ده چې نړۍ ډيرو هيوادو کې د سياست مخه بدليدو خواته ښايي. داچې د امريکا لانجمنې ټاکنې پای ته ورسيدې او پايلې يې نړۍ کې ډير خلک حيران کړل اوس وخت ددی چې امريکايان او نړيوال وګوري چې نوي ولسمشر راتګ سره نه يوازې امريکا کې بلکې نړۍ کې کوم اغيزې تر سترګو کيږي. ځيني کار پوهان وايي چې نوی ولسمشر خپل دريځ باندې کلک ولاړ دی او هم څه چې يې ټاکنيز کمپاين وخت کې ويلي کيدای شي ډيرې يې عملي هم کړي ولې که په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرپ پاليسي مينځنې ختيځ او هم اسيا پر وړاندې وليدل شي نو کارپوهان وايي چې کيدای شي دا د افغانستان جغرافيه ارزښت ته په کتو د افغانستان په ګټه او ځينو هيوادو په تاوان تمام شي. د امريکا نوي ولسمشر ټاکنه مو له بيلابيلو اړخونو څيړلې او اسټراليا کې سياسي چارو شنونکي او ليکوال ډاکټر احسان اذري نظر مو راخيستې چې پشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.
شریکول



