د اسټراليا حکومت ناڅاپه بند کډوال ټولنې ته خوشې کوي

Asylum seekers are seen inside the Kangaroo Point Central Hotel in Brisbane.

Asylum seekers are seen inside the Kangaroo Point Central Hotel in Brisbane. Source: AAP

د اسټراليا حکومت هغه ډله کډوال چې له بهر توقيف ځايو څخه يې اسټراليا ته درملنې لپاره راوستلي ول له ټاکل شوې تګلارې خلاف هغوی ته يې ويزې ورکړې او ټولنې ته يې خوشې کړل.


د اسټراليا حکومت د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ مياشت کې هغه وخت له سترې ماتې سره مخ شو کله چې د حکومت قانون خلاف پارلمان داسې يو قانون تصويب کړ د کوم له مخه چې له اسټراليا څخه بهر توقيف ځايونو هر يو مانوس، نارو څخه کډوال اسټراليا ته راوړل شول ترڅو يې اسټراليا کې درملنه وشي.

حکومت هغه مهال دا وويل چې راوستل شوي کډوال به اسټراليا کې نه ميشتوي او نه هم ورته ويزه ورکول کيږي.

د ياد قانون تصويب کيدو څخه څو مياشتې وروسته بر حاله حکومت پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړ او ډيسمبر مياشت کې يې ياد قانون بيرته لرې کړ.

ياده موده کې ۱۹۰ کسان له بهر څخه اسټراليا ته راوستل شول او تير کال اوکتوبر مياشت پورې ۱۷ تنه يې دريم هيواد کې قبول او يادو هيوادونو ته واستول شول.

د اسټراليا حکومت له راوستل شوو کسانو څخه ډله ډله خوشې کوي او ورته لنډمهالې ويزې ورکوي.

دا کسان په اسټراليا کې د کار کولو حق لري او هم روغتيا کارډ يا ميډي کيار هم ترلاسه کوي.

آيا پناه غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې د اسټراليا حکومت دريځ بدل شوی؟ دا مسله مو حقوقي چارو کار پوه او وکيل ښاغلي نظير داور سره مطرح کړې چې تاسې لا ډير معلومات مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د اسټراليا حکومت ناڅاپه بند کډوال ټولنې ته خوشې کوي | SBS Pashto