کورنی تاوتریخوالی یو ناوړه عمل دی چې په بېلابېلو ډولونو سره په مختلفو ټولنو کې شتون لري. دا چې اسلام د کورني تاوتریخوالي په اړه څه حکم کوي؟ دیني عالمان کولای شي دغې پوښتنې ته ښه ځواب ورکړي.
په دغې مرکې کې:
- کورنی تاوتریخوالی د اسلام له نظره
- د کورني تاوتریخوالي ډولونه
- د کورني تاوتریخوالي مرتکبینو په اړه د اسلام حکم
- د کورني تاوتریخوالي قربانیانو او مرتکبینو ته پیغام
خپرې شوې شمېرې ښيي چې د کرونا وبا پرمهال د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي. دا چې کورنی تاویخوالی د اسلام له نظره څرنګه یو عملی دی، د همدغې موضوع په اړه مو په وېکټوریا ایالت کې د افغانانو د اسلامی مرکز له مشر او د عمر فاروق جومات له ملا امام ښاغلي ډاکټر افتخار احمد سره مرکه ترسره کړې.
تاسو کولای شئ لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.






