Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې ميشت ډاکټر رحمن شينواری د کرونا وايروس په اړه اړين معلومات شريکوي

coronavirus

Source: Getty

آيا پوهيږئ د کرونا وايروس نښې لکه زکام ناروغي ورته دي؟ د کرونا وايرس څنګه پيدا کيږي او تاسې څنګه ترې ځان ژغورلی شئ؟


چين کې د کرونا وايروس په يوه ورځ کې ۲۴۲ کسان ووژل کوم چې په يوه ورځ کې د ډير شمير کسانو وژل کيدو ريکارډ يې جوړ کړ.

د کرونا وايروس چې نښې يې لکه زکام ورته دي د نړۍ ډير هيوادونه يې له ستر سر خوږي سره مخ کړي.

د روغتيا نړيواله اداره وايي، مخکې لدې چې د يادې بيمارۍ کنټرول وشي او يا يې مخنيوي واکيسن رامينځته شي حالت به لدې هم کړکيچن وي.

د کرونا وايروس باندې تر دې دمه نږدې ۶۰،۰۰۰ کسان مبتلا دي او له ۱،۳۰۰ ډير کسان ياد وايروس وژلي.

اسټراليا کې ميشت ډاکټر رحمن شينواری د ياد وايروس په اړه لا ډير معلومات شريکوي.

تاسې به پدې مرکه کې پدې پوه شئ چې د ياد وايروس نښې کومې دي، څنګه پيدا کيږي او څنګه يې مخنيوی کولی شئ؟ 

دا ټول پدې مرکه کې واورئ

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now