اسټراليا کې افغان ټولنې له جاپاني ديپلوماتانو سره د ډاکټر ناکامورا وژل کيدو لپاره غم شريکي وکړه
د اسټراليا ويکټوريا ايالت افغان ټولنې استازو تيره ورځ ياد ايالت کې د جاپان کونسلګرۍ ديپلوماتانو ته د ډاکټر تيتسو ناکامورا د وژل کيدو لپاره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
ياده ليدنه اسټراليا کې د افغانستان سفارت په همغږی جوړه شوې وه.
ويکټوريا ايالت کې ميشت ځوان فعال عزت الله عالم چې د نورو افغانانو سره يوزای يې له جاپاني ديپلوماتانو سره وکتل وايي، د ډاکټر ناکامورا پر افغانانو ډير احسان دی او داسې ورته د تسليت ليدنې ډيرې ګټې له ځانسره لري.
ډاکټر ناکامورا د افغانستان افتخاري تابعيت درلود او د افغانانو هوساينې لپاره يې خپل ژوند وقف کړی وه.
ډاکټر ناکامورا د روانې مياشت په ۴ نيټه د افغانستان جلال آباد ښار کې د نا معلومو وسله والو لخوا ووژل شو.
د فعال ځوان عزت الله عالم مرکه دلته اوريدلی شئ.





