Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې له نظامي زده کړو وروسته افغان افسران شيبې شماري ترڅو بيرته افغانستان ته ستانه شي

Baz Mohammad during training

اسټراليا ته راغلي افغان نظاميانو خپلې زده کړې بشپړې کړې او بيرته افغانستان ته ستنيدو انتظار کې دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


اسټراليا ته راغلي افغان نظاميانو خپلې زده کړې بشپړې کړې او بيرته افغانستان ته ستنيدو انتظار کې دي.


د افغانستان او اسټراليا دوه اړخيزې اړيکې ۷۰ کلونو ته رسيږي او دا اړيکې له ۲۰۰۱ کال راهيسې لا نورې نږدې او پياوړې شوي.

اسټراليا له افغانستان سره نه يوازې اقتصادي مرسته کوي بلکې نظامي ډګر کې هم سلګونه اسټراليايي ځواکونه د افغان ځواکونو روزنه کې بوخت دي.

د دواړو هيوادو نظامي همکاری له مخه يو شمير افغان نظامي کسان اسټراليا ته روزنې لپاره راوستل کيږي کوم چې د اسټراليا ډيرو معتبرو نظامي پوهنتونو او کالجونو کې زده کړې کوي.

څه موده وړاندې دوه افغان نظامي کسان اسټراليا کې له نظامي زده کړو وروسته فارغ شول او اوس په تمه دي ترڅو بيرته افغانستان ته ستانه شي او له نظامي ځواکونو سره يوځای شي.

Baz Mohammad Watandost
Source: BazM fb

له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال نوی فارغ شوی افغان افسر باز محمد وطندوست وايي، اسټراليا کې له نظامي زده کړو سره زما توان او غرور لا نور پياوړی شوی او له يو عادي عسکر څخه نيولی تر قومندان رتبې پورې مې زده کړې وکړې.

د ښاغلي وطندوست په وينا، شيبې شماري ترڅو بيرته افغانستان ته ستون شي او خپل هيواد ته خدمت وکړي.

له ښاغلي باز محمد وطن دوست سره بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now