Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستان کې ميشت افغان کډوال د کرونا له امله تر نورو ډير بې وسه دي

Afghan Refugees in Pakistan

Afghan Refugees in Pakistan Source: Daily Times

د کرونا ويروس وبا د نړۍ نږدې ټول هيوادونه اغيزمن کړي ولې بيا ډيرو هيوادونو کې کډوال او لږکۍ له لا ډيرو ستونزو سره مخ دي.


خپور شوی په

By Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د کرونا ويروس وبا د نړۍ نږدې ټول هيوادونه اغيزمن کړي ولې بيا ډيرو هيوادونو کې کډوال او لږکۍ له لا ډيرو ستونزو سره مخ دي.


پاکستان د نږدې دوه نيم ميليونو افغان کډوال کور دی او هم ډير شمير افغان کډوال په پاکستان کې زيږدلي، ولې د کرونا وبا راتګ سره د عامو پاکستانيو پر پرتله افغان کډوال ډير د بې وسی احساس کوي او د مرستې نه ترلاسه کولو ستونزې ګالي.

خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو متحده عالي شورا رئيس بريالی مياخيل له اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل، افغان کډوال لکه نورو پاکستانيانو د عايد نورې لارې نه لري، نه ځمکه لري او نه لکه نورو پاکستانيانو تنخوا او يا روان کاروبارونه لري.  افغان کډوال د لاس مزدوری باندې تکيه دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره بې وسه افغان کډوالو ته يوازې ۱۲۰۰۰ کلدارې ورکوي چې هغه هم  تر اوسه له ۳۰،۰۰۰ لږو افغانانو ترلاسه کړي.

د مياخيل په وينا تر اوسه د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره مرسته نده کړې.

د مياخيل په وينا، د ملګرو ملتونو مرسته به يوازې ۶۰ يا ۷۰ زرو کورنيو سره وشي ولې اصل کې نږدې دوه نيم ميليونه افغانان مرستې ته اړتيا لري.

پاکستان کې د افغان کډوالو حال مو تاسو ته په رپوټ کې راخيستی، بشپړ رپوټ دلته واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now