د اسټراليا مهاجرت قانون کې بدلون راوړلو سره ددې ويره شته چې د ځينو هيوادو وګړو ته به ګرانه شي ترڅو د اسټراليا ويزه واخلي او اسټراليا ته سفر وکړي.
ياد قانون سره کيدای شې د ځينو کسانو مذهب او هم هويت په نښه شي.
ولي د اسټراليا د مهاجرت وزير پيټر ډاتون وايي چې دا قانون داسې جوړ شوې ترڅو له مخه يې د اسټراليا په ګټه پريکړې وشي.
ولې د اسټراليا مخالف ګوند يا ليبر وايي چې دا قانون د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورته دی ځکه هغه هم نوي فرمان له مخه د ۷ اسلامي هيوادو پر وګړو بنديز لږولي ترڅو امريکا ته سفر ونشي کولی.
د اسټراليا د مهاجرت وزير پيټر ډاټون په پام کې لري ترڅو د اسټراليا مهاجرت قانون کې داسې بدلون راوړي چې له مخه يې ځيني بهرني کسان چې غواړي اسټراليا ته سفر وکړي د هغو ويزې به د مهاجرت وزير لخوا تصديق يا تاييد کيږي.
د اسټراليا حکومت مخالف ګوند يا ليبر بيا د ياد بدلون مخالفت کوي او وايي چې دا بدلون د اسټراليا مهاجرت قانون داسې جوړوي لکه د امريکا په څير چيرې چې د ځينو مسلمانو هيوادو پر وګړو بنديز لږيدلی ترڅو امريکا ته سفر ونشي کولی.
د حکومت مخالف ګوند څخه مهاجرو چارو وزير وايي چې ددوی ګوند مهاجرت قانون کې ياد بدلون راوستو مخالفت کوي "ليبر ګوند به د ياد قانون ملاتړ ونه کړي چيرې چې له مخه يې يوه ډله خلک د هغو هيوادو ، مذهب او هم داچې څنګه پاسپوړت لري په نښه کيږي.
په حقيقت کې ليبر ګوند ډونالډ ټرمپ ورته واک د اسټراليا مهاجرت وزير ته نه ورکوي.. ډونالډ ټرمپ ډير غواړي چې اسټراليا هم وويشي".
د اسټراليا مهاجرت قانون کې که چيرې وړانديز شوې بدلون ومنل شي نو دې سره به اسټراليا کې هغو کسانو ويزو چک پيل کيږي کوم چې لنډ مهاله دي او دا چک او کنټرول به د هغو وګړو مذهب او داچې له کومو هيوادو څخه اسټراليا ته راغلي او هم د هغو د سفرونو سابقه به په پام کې نيول کيږي.
ولې د اسټراليا مهاجرت وزير وايي چې ياد قانون به يوازې سختو وختو کې کارول کيږي..د مهاجرت وزير وايي چې ددې قانون رامنځته کولو مقصد داسې پيښې دي لکه ايبولا ناروغي، يا بيرډ فلو ترڅو له مخه يې اسټراليايان خوندي وساتل شي..
"په حقيقت کې د ليبر ګوند سنا مجلس پلټنې کميسيون خپله پلټنه کړې او ياد قانون برخه کې يې هيڅ ډول وړانديز يا بدلون غوښتنه نده کړې او ياد قانون يې تصويب لپاره چمتو کړې ولې له هغه وروسته چې څه کيږي دا ځوروونکې ده.. زما مطلب دادی چې ما خپل د پارلمان ۱۵ کلنه دوره کې ځيني دروغو پيښې ليدلي ولې اوس چې د ليبر ګوند مهاجرو وزير څه وايي هغه دروغ دي".
مارين ډيکي د اسټراليا ملي پوهنتون د قانون برخې کې کار کوي. اغلي وايي چې ياد قانون داسې ندې جوړ شوې چې لکه ډونالډ ټرمپ په څير د ځينو هيوادو وګړي په نښه کړي.. ولې دا به پر هغو کسانو اغيز شيندي کوم چې اسټراليايايي برحاله ويزې لري او که چيرې دوی له اسټراليا څخه باهر سفر وکړي او بيرته راتګ غواړي نو کيدای شي هغؤی په نښه شي.
"دا به داسې وي لکه ځيني مهاجر چې غوښتل امريکا ته سفر وکړي او خپلو کورونو ته چې امريکا کې ول ولاړ شي ولې د ډونالډ ټرمپ فرمان وروسته هغؤی دا وموندله چې امريکا ته نشي تللی.
دا کيدای شې هغو کسانو سره هم وشي کوم چې د اسټراليا ويزه لري ولې که چيرې له اسټراليا څخه باهر سفر وکړي او بيرته راځي هغؤی کيداشي په نښه شي. هغوی ته کيداشي داسې وويل شي چې ستاسو ويزه لغوه شوې او هغوی باندې به بيرته اسټراليا ته راتګ بنديز ولږول شي..داسې کسان به قانون له اړخه يو نا معلوم حالت سرۀ مخ شي. "
که چيرې د اسټراليا مهاجرت قانون کې بدلون راشي نو هغې له مخه به د اسټراليا مهاجرت وزير پيټر ډاټون ته دا واک ورکول کيږي چې د ځينو ځانګړو ډلو خلکو ويزې چک کړي که چيرې دا د اسټراليايي وګړو په ګټه وي..
د مهاجرت وزير دا واک هم لري چې د ځينو کسانو ويزې لغوه کړي ياد قانون چې وړانديز يې تير کال اوکتوبر مياشت کې شوی د ليبر د ګوند پارلمان غړې او هم ترهه ګری سره مبارزې برخې کار کوونکې اني علي وايي چې ياد قانون کې تعريف شوې نوې ماده ډيره پراخه ده او هر څۀ پيښيدلی شي.
"لکه څنګه چې ويل کيږي د اسټراليا مهاجرت وزارت قانون کې بدلون يوازې هغه چنايي وګړي په نښه کول دي کوم چې د اسټراليا ۱۰ کلنه ويزه اخلي..
ولي بله خؤا که وليدل شي نو ياد قانون لمن دومره پراخه ده چې دا به ټولې ويزې خپل لمن کې واخلي او دا به هره ډله او يا شخص په نښه کړي".
اغلې وايي چې ياد بدلون سره به د مهاجرت وزير ته ډير واک ورکړل شي او دا به هر کله دې لپاره هم نه کارول کيږي چې د اسټراليايانو په ګټه وي ولې ځيني وخت به نورو موخو لپاره دا واک وکارول شي.
"وزير ته داسې واک ورکول چې د عامه خلکو ګټې لپاره د ويزو چک پيل کړي او بيلابيلې ډلې په نښه کړي دا به بيا د ظلم او هم کوم مسوليت لاندې عمل نه وي".
ليبر ګوند وايي چې دوی به ياد قانون کې د بدلون غوښتونکي وي او له هغه وروسته به هغه سنا مجلس ته تصويب لپاره وړاندې کيږي.


