اسټراليا کې پښتنو اختر له ميلو سره ولمانځه

Afghan Youth Association Australia

Afghan Youth Association Australia Source: Afghan Youth Association Australia

نړۍ کې مسلمانان هر کال دوه لوی جشنونه لمانځي، يعنې کوچنې او لوی اختر.


د نړۍ ډيري هيوادو کې د اختر لومړۍ ورځ د سه شنبې ورځ وه ولې بيا دلته اسټراليا کې ډيري مسلمانانو اختر په چهار شنبه وکړ.

که اختر يوه ورځ مخکې او يا شاته وه، ولې خوشحالي او ميلې پر خپل ځای وی.

د نړۍ ځينو هيوادو په ګډون اسټراليا کې هم اختريزې ميلې روانې دي.

اسټراليا کې معمول دادی چې د ژوند بوختيا له امله د اختر ميلې څو اونيو پورې روانې وي او د اونيو پای ورځو کې بيلابيلو ښارونو کې اختريزې ميلې جوړيږي.

يوه ميله چې تل له اختر څخه مخکې جوړيږي هغه د چاند رات يا د سپوږمی شپې ميله وي.

دا ځل د اسټراليا سيدني ښار کې د سپوږمی شپې تر نامه لاندې ميله سه شنبه په ورځ جوړه شوه او تر شپې ناوخته زرهاوو کسانو يادې ميلې کې برخه واخيسته.

بله خوا د اسټراليا ملبورن ښار کې د پښتنو ټولنو د اختر ميلې جوړې کړې.

ياد ايالت کې د افغان ځوانانو ټولنې هم يو بی ساری اختريز پروګرام جوړ کړی وه په کوم کې چې سلګونو پښتنو ګډون کړی وه.

بله خوا ويکټوريا ايالت کې د جرګه په نامه ټولنې هم ياد ايالت کې ميشتو پښتنو ته د اختر ميله جوړه کړې وه په کوم کې چې لسګونو پښتنو ګډون کړی وه.

ياده ميله هم له سندرو او اټنو سره مل وه.

داچې اسټراليا کې ځوانان اختر لمانځلو په اړه څه وايي، بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې پښتنو اختر له ميلو سره ولمانځه | SBS Pashto