بيل شورټن څوک دی؟

Opposition Leader Bill Shorten

Bill Shorten promises an all-out push to restore penalty rates and lift wages if Labor wins office. (AAP) Source: AAP

د اسټراليا د حکومت مخالف ګوند يا ليبر مشر بيل شورټن چې پخوا په اسټراليا کې د کاريګرو د ټولنې مشر پاتې شوی په کال ۲۰۱۳ کې د ليبر ګوند مشر شو.


بيل شورټن د ليبر ګوند پخوانيو مشرانو لرې کولو کې رول لوبولی اوس د ياد ګوند غړي پدې اند دي ترڅو شورټن به ډيرې مودې لپاره د ليبر ګوند مشر پاتې شي.

اسټراليا کې د لويو سياسي ګوندونو مشرانو بدليدل هغه څه دي چې ډيري اسټراليايانو لپاره يې لوی سرخوږی جوړ کړی ولې اوس وخت کې د ليبر ګوند سره راټول او د ايتلافي ګوند مينځ کې د ډيرو اختلافاتو خبرې کيږي

د ليبر ګوند چې ډيري ګومان کوي راتلونکې ټاکنې به وګټي ځيني پدې اند دي چې بيل شورټن به د اسټراليا راتلونکی لومړی وزير شي.

د دوو لويو سياسي ګوندونو په اړه په وروستيو نظر پوښتنو کې ويل شوي، ډيري خلک د ليبر ګوند ملاتړي دي ولې بيا بله خوا د لومړي وزير څوکۍ لپاره ډيري اسټراليايان اوسنی لومړۍ وزير غوره ګڼي.

رپوټ واورئ او بيل شورټن وپيژنئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now