اسټراليا کې لنډمهاله ويزه لرونکو لپاره د اسټراليا حکومتي مرستې

With the US set to increase its refugee intake, Australia could face pressure to do the same.

With the US set to increase its refugee intake, Australia could face pressure to do the same. Source: AAP

اسټراليا کې لنډمهاله ویزو لرونکي کسان او هغه پناه غوښتونکي چې د کووېډ-۱۹ پرمهال مالي ستونزې لرې او نشي کولای دولتي مالي مرستې سينټرلينک يا هوساينې پروګرام له لارې ترلاسه کړي هغوی کولی شي د حکومت بل پروګرام چې د بيړنيو مرستو په نامه ياديږي مرسته ترلاسه کړي.


د ۲۰۲۰ کال حکومتي مرستو پيسو پروګرام چې بې کاره شوو کسانو ته د جاب کيپرز په نامه ورکول کيدې په هغو کې لندمهاله ویزو لرونکو کسانو ته پيسې نه ورکول کيده او نه همدوی د يادو مرستو برخه ول.

سره لدې چې ځيني په شرايطو برابر کسان چې د اسټراليا لنډماله ويزې لري هغوی حکومتي پيسې ترلاسه کولی شي ولې بيا ډير شمير داسې دي چې پر شرايطو برابر ندي چې د هوساينې سيسټم له لارې د پيسو مرسته ترلاسه کړي نو ځکه ورته د بيړنيو مرستو له لارې پيسې ورکوي.

د سره صلیب د کډوالو د پروګرام مشره ، ویکي ماو وايي یو زیات شمېر خلک هڅه کوي ترڅو لومړنیو بیړنیو مرستو ته لاسرسی ولري.

هغه وايي یو شمېر په داسې حالتونو کې دي چې په موټرو کې ژوند کوي، میندې او پلرونه نشي کولای خپلو ماشومانو ته د ښونځي شیان برابر کړي چې کېدای شي کور کې ورته د زده کړو پرمهال اړتیا ولري.

هغه وايي دغه بیړنی مرستې د هغو کسانو لپاره دي چې لنډمهالې ویزې لري او سنټرلینک ته لاسررسۍ نه لري او نه يې هم ويزې دايمي او يا په شرايطو برابر دي.

داچې دا مرستې څنګه ترلاسه کولی شئ، بشپړ رپوټ واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now