مهم ټکي:
- د پور ترلاسه کولو پرمهال باید ۱۸ کاله عمر او د آسټرالیا تابعیت یا دایمي ویزه ولرئ.
- په ځینو شرایطو کې د لنډمهاله ویزو لرونکو ته هم پور ورکول کېږي.
- د شخصي پور دوه اصلي ډولونه شتون لري: خوندي او غیر خوندي.
ډیری آسټرالیایان د شخصي پورونو له لارې د پام وړ پور ترلاسه کوي. د شخصي پور لپاره د پور اخیستلو حد له ۲ زره ډالرو څخه تر ۱۰۰ زره ډالرو پورې دی، او دا پورونه معمولاً بېرته له ۲ څخه د ۷ کلونو په مودې کې تادیه کېدای شي.
هرڅوک د شخصي پور لپاره وړ ندي، نو پور ورکوونکي د دوی د شخصي شرایطو پراساس غوښتونکي ارزوي. سربیره پردې، هر پور ورکوونکی خپل شرایط لري.
انډریو دادسویل وايي، په عمومي ډول سره تاسو باید ۱۸ کاله عمر او د آسټرالیا تابعیت یا دایمي ویزه ولرئ.
هغه وايي، په ځینو شرایطو کې د لنډمهاله ویزو لرونکو ته هم پور ورکول کېږي.

د شخصي پور دوه اصلي ډولونه شتون لري: خوندي او غیر خوندي.
خوندي پورونه د لویو شتمنیو لکه موټر اخیستلو لپاره کارول کیږي.
که تاسو ډاډه یاست چې تاسو کولی شئ ټولې اړتیاوې پوره کړئ او بیرته تادیات اداره کړئ، تاسو معمولا کولی شئ خپل غوره پور ورکوونکي ته آنلاین درخواست وکړئ او اړین اسناد ضمیمه کړئ.
Moneysmart.gov.au د فدرالي حکومت ویب پاڼه ده چې د آسټرالیا خلکو سره مرسته کوي ترڅو باخبره مالي پریکړې ونیسي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





