اسټراليا څخه بهر سفر کوونکو لپاره اړين معلومات

International travel illustration

Source: SBS / SBS News

کوويډ-۱۹ وبا وروسته د اسټراليايانو بهر ته سفر کولو کچه تر هر وخت ډيره شوې ولې بله خوا د ټکټونو نرخونه هم اوسمهال د ډيرو خلکو له وسه پوره ندي. د ټکټونو په نرخونو کې ډيروالی راغلی او تاسې څنګه کولی شئ ارزانه ټکټونه ومومئ؟


اسټراليا څخه بهر سفر کول اسانه ولې بيا دا سفرونه د ټکټونو له لوړو نرخو سره مل وي.

دا مهال له اسټراليا څخه ځينو هيوادونو ته ټکټونه عادي نرخونو کې دي ولې بيا ځينو هيوادونو ته سفر ټکټونو نرخ ډير لوړ شوی.

د نرخونو لوړوالي شاته د مسافرينو ډير شمير او د محدودو هوايي شرکتونو فعاليت په ګوته کيږي.

اسټراليا څخه بهر ته د افغانانو سفرونه هم ډير شوي.

د سفر تنظيم کوونکي (Travel Agents) وايي، د طالبانو واکمنې لاندې له اسټراليا څخه افغانستان ته سفر ډير شوی.

ملبورن ښار کې ميشت Helloworld Travel Dandenong ټکټونو پلورنځي مشر ښاغلي اسماعيل شاه نيازي وايي، دا مهال له اسټراليا څخه افغانستان ته د خلکو تګ ډير شوی ولې لا اوس هم افغانستان ته د ټکټونو نرخ لوړ دی.

دبی څخه افغانستان ته يوازې د اريانا او کام اير شرکتونو فعاليت له وجې د ټکټونو نرخونه د نورو هيوادونو په پرتله لوړ دي.

د اسټراليا او يا افغانستان پاسپورټونو لرونکي افغانان اړ دي ترڅو هند، پاکستان او ايران ته سفر کولو څخه مخکې ويزې ترلاسه کړي.

د ښاغلي نيازي په وينا، افغانو ته په افغان او اسټراليايي پاسپورټ د پاکستان ويزې ورکړه يو لړ شرايط او لګښت لري.

اسټراليا څخه ډير پښتانه پاکستان، افغانستان، هند او ايران ته سفرونه کوي، تاسو ته مو يادو هيوادونو ته سفر په تړاو له معلوماتو يوه ډکه مرکه کړې.

لا ډير د ښاغلي اسماعيل شاه نيازي په مرکه کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now