Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

هر کال له پاکستان څخه تر ۷۰ زره ځوانان قاچاقي لارو څخه اوروپا په لور سفر کوي

(File) Up to 150 people attempting to cross the sea from Libya to Europe are missing and feared drowned.

It's been more than three years after Europe’s biggest influx of migrants and refugees since the second world war. Source: AAP

هر کال په زرګونه ځوانان له قاچاقي لارو څخه اوروپا او نورو هيوادونو ته سفر کوي ترڅو هلته پناه واخلي، په يادو ځوانانو کې ډير شمير د قبايلو دی.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


هر کال په زرګونه ځوانان له قاچاقي لارو څخه اوروپا او نورو هيوادونو ته سفر کوي ترڅو هلته پناه واخلي، په يادو ځوانانو کې ډير شمير د قبايلو دی.


پاکستان کې اقتصادي بحران او قبايلو سيمو کې نا امني ډير ځوانان اړ باسي ترڅو خپل کور پريږدي او نورو هيوادونو ته مخه کړي.

نړۍ کې دا مهال نږدې ۹۰ ميليونه پناه غوښتونکي او کډوال اوسيږي چې ډيره برخه يې اوروپا او مينځني ختيځو هيوادونو کې ميشت دي.

د قبايلو واجد ګل چې ۲۳ کاله عمر لري له سختو لارو او اوږد سفر وروسته اوس بوسنيا ته رسيدلی.

نوموړی وايي، د خپل کلي له نورو ۸ کسانو سره يې اوروپا لور ته سفر پيل کړ او د قاچاق وړونکو په نا سمو او غلطو معلوماتو تير ايستل شوی.

واجد ګل وايي، قبايلو کې نا امني او نور اقتصادي ستونزو اړ کړ ترڅو خپل کور پريږدي، ولې له تمې لرې قاچاقي سفر له کړاونو ډک وه او لا تر اوسه يې راتلونکی روښانه ندی.

اسلام ګل افريدي د ځوانانو کډوالۍ مسلې ته کتنه کړې، تاسې بشپړ رپوټ دلته واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now