Key Points
- ټول موټر چلوونکي چې د موټر په ټکر کې ښکیل دي باید د قانون له مخې ودریږي او توضیحات تبادله کړي.
- په آسټرالیا کې پولیس یوازې د موټر ټکرونو لويو پيښو ځای ته راځي که چيرې ځيني کسان ټپیان وي، یا نور احتمالي غیرقانوني، پیچلي فکتورونه دخیل وي.
- په ډیری قضیو کې، هغه موټر چلوونکي چې په کوچنیو ټکرونو کې ښکیل دي کولی شي په خپله مسله حل کړي.
د موټر ټکر پيښې د نړۍ په هر ګوډ کې او هر ځای کې پيښيدلی شي ولې بيا همدې پيښو پر وړاندې قوانين ځای ځای توپير کوي.
اسټراليا کې مهمه ده چې ګام په ګام پدې پوه شئ چې ټکر وخت کې څه بايد وکړئ، قوانين څه دي او که چيرې مرسته ترلاسه کول غواړئ له کوم ځای او څنګه ترلاسه کولی شئ.
ترټولو مهم شئ دادی چې په آسټرالیا کې، د موټر د ټکر وروسته موټر نه درول يا هغه ځای څخه تيښته جرم دی.
د حادثې وروسته لومړی کار دا دی چې ډاډ ترلاسه کړئ چې ټکر کې ښکيل کسان روغ دي او څوک ژوبل شوي نه اوسي او دا هم يقيني کړئ چې ټکر کې ښکيل کسان ټپي شوي نه اوسي او يا هم ژر طبي مرستې ته اړتیا نلري.
بل دا هم مهمه ده چې د ترافيکې پيښې وروسته کله چې موټر دروئ او له هغې بهر راوځئ نو شاوخوا مو وګورئ چې د نورو موټرو د حادثو ښکار نشئ.
نور ورته مطالب واورئ

اسټراليا کې د موټرو اخيستل او هم چلولو په اړه معلوماتي رپوټ
که دواړه موټرې چلول کیدی شي، تاسو باید د سړک په غاړې کې د موټرو درولو لپاره د خوندي ځای په لټه کې شئ ترڅو هلته مو له يو بل سره معلومات شريک کړئ او خبرې وکړئ.

تاسو کولی شئ د راجسټریشن پلیټ سره د هر موټر عکس واخلئ. د موټر د خرابیدو عکس هم واخلئ، بیا د بل کس د لايسنس عکس واخلئ او بیا تاسو کولی شئ د اړيکې شمیره هم وغواړئ.
د ټکر لپاره ټول ترلاسه شوي توضیحات خپل د بیمې شرکت ته واستوئ.
ترافيکي پيښو کې ډير څه کيدای شي نو ځکه مو تاسو ته ځيني مهم معلومات پدې رپوټ کې ځای کړي.
لا ډير په تيار شوي رپوټ کې وارئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



